چاريکار (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د پروان په مرکز چاريکارو کې د ٢٠ ښځينه بنديانو د نه خوړو اعتصاب پاى ته رسېدلى دى.
دغه ښځينه بنديانې چې درېيو هغو يې خولې هم ګندلې وې، وايي چې د نه خوړلو اعتصاب يې له دې امله کړى و چې د ښځو پيوستون نړيوالې ورځې (د مارچ اتمه) په مناسبت په صادر شوي فرمان کې د هغو ښځو په لېست کې نه دي شاملې شوې چې په بند کې يې تخفيف راغلى دى.
په اعتصاب کوونکو کې هغه درې ښځې هم شاملې دي چې د حکم له مخې يې د بند په موده کې تخفيف راغلى دى.
ولايتي چارواکي وايي چې د دغو بنديانو له ډلې ځينې د وژنو او تښتونو په تور بنديانې شوې دي او ټولې ښځې د بښنې او تخفيف په فرمان کې نه راځي.
د دغه محبس مدير سمونوال عبدالواحد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت والي او ځينو نورو ولايتي چارواکو پرون له غرمې وروسته له بنديانو سره خبرې وکړې او هغوى ته يې قناعت ورکړ چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي.
د هغه په خبره، ولايتي چارواکو اعتصاب کوونکو بنديانو ته ويلي چې د هغوى ټولې غوښتنې به لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه زندان کې د يادو شلو ښځو په ګډون ټول ټال ٦٠٠ بنديان دي.
پژواک هڅه وکړه چې د يادو ښځينه بنديانو نظر هم واخلي، خو د زندان چارواکو هغوى ته د خبرو اجازه ورنه کړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن