کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٤): د پکتيا سرپرست والي جمعه خان همدرد چې له دندې يې استعفا کړې، خو زياتوي چې دا پرېکړه يې شخصي نه ده.
هغه د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا له ولايت څخه استعفا يې د حزب اسلامي د شوراګانو د پرېکړې پر اساس کړې ده.
ده زياته کړه: ((زما شخصي پرېکړه نه ده، خپله استعفا مې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلې ده.))
جمعه خان همدرد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ يې استعفا نه ده منلې او د پاتې کېدو په هڅه کې يې ده؟ وويل چې هو داسې خبرې روانې دي.
خو هغه وايي چې د استعفا پرېکړه يې حتمي ده.
پرون يوې حکومتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته ويلي و چې د پکتيا سرپرست والي جمعه خان همدرد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
سرچينې زياته کړه چې د هغه استعفا پاڼه وړمه ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلې خو ولسمشر يې استعفا نه ده منلې.
دغه حکومتي سرچينه وايي چې ولسمشر د چارو ادارې مشر او نورو مسوولينو ته دنده سپارلې چې په دې اړه له جمعه خان همدرد سره خبرې وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بله خوا په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د جمعه خان همدرد استعفا پاڼې کاپي خپره شوې ده.
دغه استعفا پاڼه چې په دري ژبه ليکل شوې، په کې د وري لسمه نېټه درج شوې ده.
همدرد په خپله استعفا کې له ولسمشر او نورو دولتي چارواکو مننه کړې چې پر يې باور کړى او ده ته يې د کار چانس ورکړ.
خو هغه زياته کړې چې له دې وروسته غواړي د هېواد په شمال کې د خپل ولس خدمت وکړي او تنظيمي چارې پرمخ بوځي.
بلخوا د پکتيا د ولايت مرستيال عبدالولي سهي د همدرد له استعفا بې خبري وښوده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن