کابل-چاريکار (پژواک، ١٣ ورى ٩٤): په هرات او ننګرهار کې د انسان تښتوونکو دوه ډلې نيول شوې، دوه ماشومان د تښتوونکو له بنده را خوشي شوي بلخوا وسله والو په پروان کې يو کس وژلى دى.
د ملي امنيت رياست له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د تښتوونکو په يادو دوو ډلو کې پنځه کسان دي.
د سرچينې په خبرې، دغه رياست يو کوچنى ماشوم هم د تښتوونکو له منګولو ژغورلى او د هغه کورنۍ ته يې سپارلى دى.
د ملي امنيت رياست وايي چې په يو لړ نورو عملياتو کې يې د هرات ولايت د ١٤مې ناحيې له مربوطاتو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او پوځي درمل ترلاسه کړي دي، د سرچينې په خبره، وسله والو مخالفينو هڅه کوله چې دا مهمات په بريدونو او د سړک غاړې په ماينونو کې وکاروي.
د يوه بل خبر له مخې، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې يو کس د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي پژواک ته وويل چې دغه کس تېره شپه په دولت شاهي سيمه کې د خوب به بستره کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې وژل شوى کس د حاجي بشير په نوم قومي مخور موټر چلوونکى و او د هغه په کور کې وژل شوى دى.
قوماندان وويل چې تر اوسه د وژنې اصلي لامل نه دى څرګند، خو پوليسو يې د عاملينو په اړه څېړنې پيل کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن