کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): ملي امنيت د خوست ولايت په وروستي ځانمرګي بريد کې د لاس لرلو په تور شپږ تنه نيولي دي.
د روانې مياشتې په ١٣مه، په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد ترسره شو، چې له امله يې ٢٢ تنه ووژل شول او د ولسي جرګې د غړي همايون په ګډون شاوخوا ۶۲ نور په کې ټپيان شول.
د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد شوي بريد په تور شپږ تنه نيول شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په يادو کسانو کې عبيدالله د افضل الرحمن زوی د خيبر پښتونخوا اوسېدونکى او پاتې پنځه نور شکيل الرحمن د حبيب الرحمن زوی، نورالدين د قيام الدين زوی، عابدالله د لعل مرجان زوى، سيدالرحمن د کمال خان زوى او وحيدالله د محمد خان زوى د خوست ولايت اوسېدونکي دي.
سرچينه زياتوي، نيول شويو کسانو د څېړنو پرمهال په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې ځانمرګى بريد د شاه غلام په نوم د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي د حقاني ډلې په همکارۍ تر سره کړى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال ويلي و، چې دوى په ياد بريد کې لاس نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن