جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۹۴): د ننګرهار يو شمېر قومي مشران او د ولسي جرګې غړي وايي چې د ختيځې سيمې د امنيت او ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره د ننګرهار لپاره والي وټاکل شي.
د ننګرهار پخواني سرپرست والي مولوي عطاء الله لودين د وري په لومړۍ نېټه د خپلې سرپرستۍ او په ځينو مواردو کې د اداري فساد د نه مخنيوي په غبرګون له خپلې دندې استعفى ورکړه، خو تر اوسه دغه ولايت ته نوى والي نه دى لېږل شوى.
د ننګرهار ولايت د ځينو ولسواليو او جلال اباد ښار د ګذر وکيلانو د غونډې پر مهال غوښتنه وکړه چې حکومت بايد د ننګرهار لپاره ژر تر ژره والي وټاکي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې ولسونو د ننګرهار لپاره د والي د ټاکلو ،د امنيت او اداري فساد د مخنيوي غوښتنه وکړه.
حضرت علي وايي: ((دولت او ولس بايد په خپلو کې همغږي ډېره کړي، متاسفانه د مشرقي لپاره په تېرو شپږو مياشتو کې پاملرنه نه ده شوی ، اوس ننګرهار ولايت چې خورا مهم ګڼل کېږي بې والي دی، موږ له د ملي وحدت له حکومته غواړو چې ډېر ژر ښه والي راولېږي.))
د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ يوه قومي مشر عبدالرووف وويل چې په دې وروستيو کې د ننګرهار امنيتي وضعيت خراب شوی او اداري فساد هم ډېر دی.
نوموړى وايي: ((دلته ټول چارواکي سرپرستان دي، والي هم نشته ، امنيت ځکه مخ په خرابېدو دی ، چې هوا په ګرمېدو ده، په اداره کې هم ستونزې ډېر شوي او اصلا کارونه نه کېږي.))
دغه قومي مشر وايي چې د ممکنه ستونزو د مخنيوی لپاره حکومت بايد مشرقي زون ته پاملرنه ډېره کړي او د ننګرهار لپاره والي وټاکي.
د ننګرهار يوه قومي مشر مولوي انصار الله پژواک اژانس ته وويل چې خپلې ستونزې يې د ولسي جرګې له غړو سره شريکې کړې او د ننګرهار د وضعيت په تړاو يې معلومات ورکړل.
هغه وايي: ((ننګرهار سرحدي ولايت دی، دلته چې مشکل جوړ شوو پر ټول هېواد تاثير لر ي څکه دا ترانزيټي لاره ده، اوس تر پخوا امنيت خراب شوی، مشکل ښايي له دې امله وي چې د ولايت اداره چي نه دی معلوم.))
ده زياته کړه چې مرکزي حکومت بايد د ننګرهار ولايت د ستونزو په تړاو جدي شي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
تر دې مخکې هم د ننګرهار قومي مشرانو په و You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن