کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان د ٢٣٠٠ سرتېرو او بريدملانو د فراغت په غونډه کې وويل چې د ملي اردو د نوو شامل شوو منسوبينو زده کړو، د وسله والو مخالفينو تاکتيکونو ته په پام سره بدلون موندلى دى.
د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان تورن جنرال محمدحبيب حصاري نن په هغو مراسمو کې چې د کابل په پوځي ښوونيز مرکز کې چې له دوه زره څخه د زياتو کسانو د فراغت په مناسبت نيول شوي وو، وويل چې اوسمهال په ټولو ښوونيزو مرکزونو کې د ملي اردو د منسوبينو زده کړې د هېواد د امنيتي وضعيت د اړتياوو له مخې د افغانانو له لوري تدريس کېږي.
د هغه په وينا، پخوا به اړتيا ته په پام سره کميت ته ډېره پاملرنه کېده، خو اوس بيا کيفيت ته ډېر پام کېږي، څو هغه کسان چې د ملي اردو له ليکو سره يو ځاى کېږي؛ ډېرې وړتياوې ولري.
هغه فارغانو ته په خطاب کې زياته کړه: "هڅه کوئ، څو د عملياتو په ترڅ کې ملکيانو ته کوم زيان ونه رسېږي او هېڅکله هم دښمن ته سر مه ټيټوئ."
حصاري، امنيتي ځواکونه د خلکو د مال او ځان ساتونکي وبلل او زياته يې کړه، اوسمهال چې کوم بريدملان او سرتېري فارغېږي، له ډېرو وړتياوو برخمن دي.
د کابل د پوځي ښوونيز مرکز قوماندان بريد جنرال امين الله پتياني وويل چې د يادو ٢٣٠٠ کسانو له ډلې يې ٧٠٠ بريدملان دي چې په ياد ښوونيز مرکز کې يې د څلورو مياشتو لپاره زده کړې کړې دي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړه چې له دغه پوځي-ښوونيز مرکز څخه پاتې نور فارغ شوي کسان د سربازانو په ٢٤٠ کنډک پورې اړوند دي او درې مياشتې يې زده کړې دي.
له دې وړاندې به سرتېرو ته دوه مياشتې روزنه ورکول کېده.
پتياني وويل چې ياد فارغ شوي کسان به د اړتيا له مخې د اردو په بېلابېلو قطعو کې پر دندوه وګومارل شي.
د ښوونيز مرکز د سرتېرو د ٢٤٠ کنډک يوه فارغ غلام قادر محمدي پژواک ته وويل: " له هېواده د دفاع په موخه راوتلى يم او د ځان تر قربانولو پورې چمتو يم چې د خپلو خلکو د دښمنانو پر وړاندې جګړه وکړم."
هغه زياته کړه: "هره ډله چې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي او يا هم د خلکو د ځور لامل شي، له منځه به يې يوسو."
يوه بل فارغ شوي سرتېري ناصر خان ننګرهاري وويل: "تر څو مې چې په بدن کې يو څاڅکى وينه هم وي نو له خپل وطن به دفاع وکړم او نه پرېږدم چې هېواد مو خراب شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن