کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): ډاکټر عبدالله د کډوالو د ستونزو حل د ملي يووالي حکومت له لومړيتوبونو وبلل او ګواښ يې وکړ، چې د کډوالو په برخه کې به هر ډول بې غوري د مليونونو کډوالو برخليک له ګواښ سره مخامخ کړي.
دغه مطلب نن د حکومت اجرايه مشر د "کډوالو ملي ستراتېژۍ" تر نوم لاندې په يوه ناسته کې، چې د ادارو او ملي او نړيوالو اړوندو بنسټونو غړو په کې ګډون درلود، څرګند کړ.
ډاکټر عبدالله په هېواد کې د بېځايه شويو او له هېواده بهر د افغان کډوالو وضعيت ته لاسرسى او د هېواد په داخل کې بې ځايه شويو کسانو او کډوالو د ستونزو هواري لپاره د ملي ستراتېژۍ رامنځته کول، اصلي اړتياوې وبللې.
هغه زياته کړه چې له بده مرغه افغان کډوال په تېرو کلونو کې له ياده ايستل شوي او اوسمهال د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د کډوالو د ستونزې هواري ته لومړيتوب ورکړل شوى دى.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې په ياده برخه کې د ملي او نړيوالو اړوندو بنسټونو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
اجرايه مشر ورته مهال ګواښ وکړ، چې د کډوالو په برخه کې هر ډول بې غوري د ميليونونو افغانانو برخليک له ګواښ سره مخامخ کوي.
نوموړي، له راستنو شويو کډوالو سره د هېوادوالو چلند هم يو ډول ننګونه وبلله او د مدني ټولنې له بنسټونو يې وغوښتل، څو په دغه برخه کې هڅې وکړي.
ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې له پاکستانيو چارواکو سره د سلګونه زره افغان کډوالو د ثبت په اړه خبرې شوې او د څرنګوالي په اړه يې خبرې روانې دي.
نوموړي د ټولو ادارو او کورنيو او بهرنيو بنسټونو له غړو وغوښتل، چې تر کومې اندازې او په کومو برخو کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې کولى شي، څو د دوى د طرحې پربنسټ نوې بوديجه راجذب شي.
بلخي په داسې حال کې، چې د کورنيو بېځايه شويو شمېر ٨٤٠زره کسان وښود، وويل چې ډېر ژر به د واقعي بې ځايه شويو کسانو د تفکيک په موخه يوه سروې تر سره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن