تالقان (پژواک، ٢٦ ورى ٩٤): د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چې د تالقانو په قولبرس سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل شوي دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ ویاند سمونیارعبدالخلیل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن سهار لس نیمې بجې رامنځته شوې ده.
اسیر وايي، چې ۲۱ تنه په يوه پيک اپ موټر کې سپاره وو او له تالقانو خواجه چنګال کلي ته روان وو.
نوموړی وايي چې د ټپیانو له ډلې څخه ۸ ماشومان، ۶مېرمنې او ۷ نارینه دي، چې په تالقانو ښار کې له سودا اخيستو وروسته خپلو کورونو ته روان وو.
هغه زياته کړه چې پېښه د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
اسير وايي چې د پېښې ټپيان د تالقانو ملکي روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي، خو موټرچلوونکى تر پېښې وروسته تښتېدلى دى.
د تخار د ولایتي روغتون مشر ډاکټر کرام الدین وکیل زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغې پېښې ۱۹ ټپيان ولایتی روغتون ته راوړل شوي دي.
هغه وويل چې د يوه ټپي روغتيايي وضعيت نازک و او له همدې امله ګاونډي ولايت کندوز ته لېږدول شوى دى.
ښاغلی وکیل زاده وايي پنځه ټپیان بستر شوي او د پاتې ټپیانو روغتیايي حالت ښه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن