غزنى (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ددولت پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظیف الله سلطاني پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار نهه بجې د اندړو په زيوح سيمه د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه .
د نوموړي په خبره ، په دې نښته کې پنځه وسله وال ووژل شول چې جسدونه يې د نښتې په سيمه کې پراته و او دغه راز يو شمېر وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده وويل چې په دې نښته کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
خو د سيمې يوتن اوسېدونکى عبدالمتين وايي چې په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى .
هغه پژواک ته وويل چې د وژل شويو طالبانو جسدونه يې ليدلي چې د ملي اردو سرتېرو لېږدول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن