اسعد اباد ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د کونړ په سرحدي سيمه سرکاڼو کې د عملياتو پر مهال ١٦ وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سيمه کې سرحدي پوليسو ته د اکمالاتو رسولو لپاره عمليات پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې نن ددې عملياتو پر مهال څو ځايه له وسله والو مخالفينو سره نښتې شوې چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
سيدخېل وويل چې په دې نښتو کې يو پوليس هم وژل شوى او څلور ټپيان دي.
د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، ددې عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو درې ميله دهشکې او دوه ميله ٨٢ ملي متري توپونه له منځه وړل شوي دي.
د هغه په وينا، دوى په سيمه کې د عملياتو ترڅنګ د لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې هم جوړوي او غواړي چې سرحدي ځواکونه د ځمکې له لارې اکمال کړي.
بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د امنيه قوماندان خبره ردوي او وايي چې په دې عملياتو کې يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.
هغه د اتو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن