قلعه نو( پژواک، ٣١ ورى ٩٤): څو تنو وسله والو د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د شخصي دښمنيو له امله دوه وروڼه وژلي او د هغوى زوم يې ټپي کړى دى.
د قادس ولسوال صالح محمد بېک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په "قال چرخ" سيمه کې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د ملا محمدحسن په نوم يو تن چې وسله وال طالب دى او د هغه څو تنو ملګرو، د شخصي دښمنۍ له امله دغه دوه تنه وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
دى وايي چې وژل شوي او ټپي تن نارينه دي او وژل شوي کسان د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان ګلاب الدين خپلوان هم دي.
د سيمې يوتن اوسېدونکى ملا عبدالقيوم وايي چې ملامحمدحسن او له هغه سره ملګري څو تنه تېره شپه د وژل شويو کسانو کور ته ورغلي او کله چې د دروازې تر ډبولو وروسته ياد کسان ورته راوتلي وو، ډزې يې پرې کړې وې.
دى وايي چې لومړى يو تن راوتلى او هغه يې پر ډزو وژلى و او بيا دوه نور کسان راوتلي چې د ملا محمد حسن او د هغه د ملګرو په ډزو کې يې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
ده وويل چې ټپي شوى تن له وژل شويو کسانو څخه د يو تن زوم دى.
هغه هم وايي چې دغه کسان د کورني تاوتريخوالي او پخوانۍ دښمنۍ له امله وژل شوي دي. ده د هغوى تر منځ د پخوانۍ دښمنۍ د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل.
ملا عبدالقيوم وويل چې ټپي شوى تن د قادس په کلينيک کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن