کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٤): د وسله والو ځواکونو تر منځ د اطلاعاتو د همغږۍ او د پوځي ماموريتونو د تنظيم په موخه د ملي امنيت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ مرکز په کار پيل وکړ.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې نن د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ملي امنيت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ رياست نن د ولسمشر محمداشرف غني له لوري پرانيستل شو چې ځانګړې خونه يې په پرمختللو ټکنالوژيکي وسايلو سمباله ده.
سرچينه کاږي، د ياد مرکز د پرانيستې پر مهال ولسمشر غني وويل چې دغه رياست په ځانګړو شرايطو کې د پوځي عملياتو د رهبري کولو لپاره جوړ شوى دى.
نوموړي د افغانستان د خلکو د امنيت په ساتنه کې د وسله وال پوځ د منسوبينو دندې او مسووليتونه مهم بللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد مرکز د پرانيستې په غونډه کې د "پرېکنده ملاتړ ماموريت" لوی قوماندان جنرال کمپبل د هېواد په کچه د اطلاعاتو د همغږۍ، د پوځي ماموريتونو د تنظيم او رهبري کولو لپاره د ملي امنيت شورا په چوکاټ کې د همغږۍ د دغه مرکز پرانيستل يوه مهمه اړتيا وبلله.
کمپبل ويلي، له دغه مرکزه په ګټې اخيستنې سره به د افغانستان د امنيتي ادارو تر منځ په کشفي او امنيتي چارو کې پياوړې همغږي او په چارو کې لا ښه سمون رامنځته شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ياد مرکز د پرانيستې په غونډه کې د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر، د کورنيو چارو وزير جنرال نورالحق علومي، د ملي امنيت عمومي رييس رحمت الله نبيل، لوی درستيز شېرمحمد کريمي، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي او ځينو نورو دولتي لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن