فراه (پژواک، ٣ غويى ٩٤): وسله والو د فراه د ټولګټو رياست د حفظ او مراقبت مدير محمدهاشم په خپل کور کې پر ډزو وژلى دى.
د پشترود ولسوال غوث الدين نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په "ګجګين" سيمه کې د محمدهاشم کور ته ورغلي او هغه يې په خپل کور کې پر ډزو وژلى دى.
غوث الدين وويل چې پر محمدهاشم بريدکوونکي تښتېدلي دي.
هغه وايي چې محمدهاشم د فراه په مرکز کې دنده لرله، خو کور يې په ګجګين کې و.
د محمد هاشم د وژلو مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن