غزني (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د غزني چارواکي وايي چې په مُقر او ګيلان ولسواليو کې له تېرې ورځې راهيسې په جګړو کې ٢٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.
د غزني د ولايت مرستيال محمدعلي احمدي د غويي په ٣مه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال د غزني په مقر، ګيلان او ناوې ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو عمليات روان دي.
د به خبره چې په مُقر او ګيلان ولسواليو کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ٢٠ طالبان وژل شوي چې ځيني يې د هغوى قوماندانان وو.
د ده د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې ٧ موټرسايکلونه، دوه موټر او يو شمېر وسله هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
مرستيال والي زياته کړه، د ولايت سرپرست موسى خان اکبرزاده او د غزني د ملي امنيت رييس ناوې ولسوالۍ ته د عملياتو ساحې ته تللي دي.
هغه وايي: "د ناوې ولسوالۍ د نيولو لپاره عمليات روان دي، خو نور معلومات نه شم درکولى."
د ناوې ولسوالي له تېرو ١٣ کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه او اوس يې د نيولو لپاره حکومت ګام پورته کړى دى.
د ګيلان ولسوالۍ يو اوسېدونکى نورالرحمن وايي چې د دوى سيمې ته په ډېره شمېر امنيتي سرتېري ورغلي او له طالبانو سره پر جګړه بوخت دي.
د ده په خبره، تېره شپه هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه وشوه.
نوموړي د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل.
هغه زياته کړه: "هلته (ناوه) کې بېخي ډېر طالبان او بهرني وسله وال موجود دي."
ناوه د غزني ښار سوېل ختيځ ته په ١٥٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له زابل او پکتيکا ولايتونو او همداراز له پاکستان سره ګډه پوله لري. د چارواکو په وينا، وسله وال طالبان له همدې لارې غزني، زابل او ميدان وردګو ته د بريدونو لپاره ورځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن