تالقان (پژواک، ٥ غويى ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د خوړو په کټوي کې مخدره توکي مخلوط شوي چې د خوړلو له امله يې ددې کورنۍ ۱۵غړي مسموم شوي دي.
چارواکي وايي تراوسه څرګنده نه ده چې دا د چا کار دى.
د تخار ولايت وياند سنت الله تېمور پژواک ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ينګي قلعه ولسوالۍ په جلګه سيمه کې رامنځته شوې ده.
تېمور وايي ددې کورنۍ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي تېره شپه شاوخوا لس بجې مسموم شوي او ناروغان نن سهار د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي د غويي په پنځمه پژواک ته وويل چې ددې کورنۍ د خوړو په ګټوه کې چرس مخلوط شوي وو.
ساپي وويل چې د غذايي موادو خوړلو ددې کورنۍ ١٥ غړي مسمول کړي دي. خو هغه وويل چې د ناروغانو وضعيت د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن