ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غورک ولسوالۍ کې نيول شوې ١١٨ ميله تومانچې ډاياګ ته وسپارل شوې

25 Apr 2015 - 19:35
25 Apr 2015 - 19:35

کندهار ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : د  کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې نيول شوې ١١٨ ميله تومانچې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

د کندهار د امنيې قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د  غويي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د غورک ولسوالۍ پوليسو په خپلو عملياتو کې ١٦ مېګاروف او ١٠٢ ټي ټي تومانچې نيولې وې، چې نن د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو دغه تومانچې چې ټولې نوې دي، د کرښې له هغې غاړې څخه رالېږدولې وې چې پوليسو ونيولې.

د نوموړي په وينا، له دغو تومانچو څخه وسله والو مخالفينو د هدفي وژنو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې استفاده کوله.

په سوېل کې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ د پروګرام مسوول بريد جنرال عبدالقيوم پوپل پژواک اژانس ته وويل چې سپارل شوې وسلې ساحوي ډيپو ته سپاري او له ترميم وروسته د اړتيا پر بنسټ اړوندو امنيتي ارګانونو ته ورکول کېږي.

هغه وويل، د کندهار امنيې قومندانۍ تر دې مهاله سلګونه ميله بېلابېلې وسلې چې په عملياتو کې نيول شوي، هغوى ته سپارلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version