زرنج ( پژواک، ۸ غویی ۹۴) د نیمروز ولایت په دوو جلا جلا امنیتي پيښو کې اوو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولایت دامنیه قوماندانۍ یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، دغویي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیس نن په دلارام ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې پریوتل چې له امله یې درې پولیس ووژل شول.
بلخوا د خاشرود ولسوالۍ ولسوال محمد هاشم نورزی وایي چې په دې ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ملي اردو څلور سرتیري ژوبل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن