فراه (پژواک، ١٢ غويى ٩٣): د فراه د پشترود ولسوالۍ د امنيت مدير د فراه په ښار کې وژل شوى او دغه اتم کس دى چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په مرکز کې وژل کېږي.
د فراه د والي وياند جواد افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پشترود ولسوالۍ د امنيت مدير محمدهاشم تېره شپه شاوخوا اته بجې د فراه ښار څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې د خپلوانو کور ته د ننوتو پر مهال د دوو موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د محمدهاشم د وژلو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي مياشتې په لومړۍ نېټه د پوليسو يو ساتنمن او د هغه پلار د فراه د مرکز اړوند په "کهدانک" سيمه کې دوو موټرسايکل سپرو پر ډزو ووژل.
دغه راز تر دې يوه ورځ مخکې د فراه ښار د لومړۍ حوزې اړوند سيمه کې دوو موټرسايکل سپرو د پوليسو د پوستې مخې ته د پوليسو يو سرتېرى وواژه.
او تر دې څو ورځې وړاندې د فراه ښار د باغ پل په سيمه کې هم يو پوليس سرتېرى د موټرسايکل سپرو په بريد کې ووژل شو.
دغه راز ناپېژانده وسله والو د غويي په څلورمه د فراه د مرکز اړوند په شوراب سيمه کې د واده د مراسمو پر موټرو بريد وکړ او زوم او د هغه پلار او ورور يې ووژل.
د فراه د مدني ټولنې د مجمع مشر بريالى غفاري وايي چې دغو بريدونو خلک اندېښمن کړي او د داسې بريدونو په مخنيوي کې امنيتي ځواکونه په بې پروايۍ تورنوي.
خو د فراه د والي وياند وايي چې امنيتي ستونزې په نورو ولايتونو کې هم شته او د فراه امنيتي وضعيت د ډېرو نورو ولايتونو په پرتله ښه دى.
دى وايي چې د فراه امنيتي ځواکونه شپه او ورځ د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار وايي چې دى د روانې مياشتې په څلورمه د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى او هڅې کوي چې په دغه ولايت کې ښه امنيت ټينګ شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پوليسو تېره ورځ د باغ پل په سيمه کې د پوليسو د وژنې په تړاو دوه موټرسايکل سپاره له يو ميل کلاشينکوف سره نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن