کابل (پژواک،١٣ غويى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د ازادو رسنيو له فعاليت څخه ملاتړ کړى او ويلي يې دي چې رسنۍ بايد خپل رسالت ملي ګټو ته په پام سره داسې ادا کړي چې دښمنان د ملت ترمنځ د بېلتون راوستو فرصت پيدا نه کړي.
ولسمشر محمداشرف غني د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پيغام کې د رسنيو او مطبوعاتو ازادي د هېواد د اساسي قانون له سترو ارزښتونو بللې او ويلي يې دي چې افغانستان د رسنيو ساتنې او پياوړتيا ته ژمن دى.
هغه د خوښۍ په څرګندولو سره ويلي چې په افغانستان کې د رسنيو او بيان ازادي، د سيمې د هېوادونو په پرتله له ډېر ښه وضعيت څخه برخمنه ده.
د ولسمشر په پيغام کې راغلي: ((د افغانستان دولت د قانون په چوکاټ کې معلوماتو ته د رسنيو د لاسرسي او د ازادو رسنيو ملاتړ ته ژمن بولي او له رسنيو هم غوښتنه کوي چې د هېواد ملي او لوړو ګټو او اوسنيو شرايطو ته په پام سره خپلې ملي او وطني مسووليت په داسې توګه ترسره کړي چې زموږ د خاورې دښمنان زموږ د خلکو تر منځ د تفرقې اچولو فرصت پيدا نه کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن