کندهار ( پژواک، ۱۳ غویی ۹۴) : د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو په نوم دې خپل هېواد نه قرباني کوي.
هغه دغه څرګندونې د غویی په ۱۳مه، په توندو ټکو د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د نوي والي د معرفي په غونډه کې وکړې چې په کې د اجرائيوي رئيس تر څنګ د سيمه ييز ارګانونو د ادارې مسوولينو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو او لسګونو نظامي او ملکي چارواو، قومي مخورو او نور ګډون کړى و.
جنرال رازق وويل: ((د ملي وحدت له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې د سولې د خبرو لپاره دې افغانستان نه قرباني کوي.))
هغه زياته کړه، د هېواد امنيتي ځواکونه چې له تېرو څو کلونو راهيسې کومې لاسته راوړنې لري، دا يې د خپلو سرونو په قربانيو تر لاسه کړي دي.
خو نوموړي وويل چې په نظام کې استخباراتي کړۍ ننوتلې دي او د هغوى پر سرونو او ولايتونو يې سودا پيل کړې ده.
هغه زیاته کړه : ((زه خبر يم، که اړتيا وليدل شي نو په اړه به ټول ولس ته شواهد هم وړاندې کړم، چې د سولې شورا د افغانستان د خلکو له قاتل مولوي عبدالقيوم ذاکر سره د سرونو او ولايتونو سودا پيل کړې ده او پر دې کار کوي چې څنګه جنرال رازق ووژني، څنګه استاد عطا ووژني او څنګه نور ووژني.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن