کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): که څه هم افغان حکومت او طالبانو ويلي چې د قطر غونډه غير رسمي ده، خو پاکستان وايي چې په قطر کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.
د پګواش په نوم يوې کاناډايي څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې دوه ورځنى کنفرانس نن په قطر کې پيل شوى چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د افغانستان ٢٠ کسيز پلاوى هم ګډون لري.
په دغه افغان پلاوي کې د سولې عالي شورا غړي، د پارلمان وکيلان، د سياسي ګوندونو استازي او د مدني ټولنو فعالان برخه لري.
دغه راز د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي درى کسيز پلاوى هم په دغه کنفرانس کې ګډون لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عزاز چوهدري د غويي په ١٣مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې سوله غواړي او له همدې امله په قطر کې د روان کنفرانس ملاتړ کوي.
هغه زياته کړې چې د دې سيمې سوله او ثبات په افغانستان پورې تړلې ده، که چېرې په افغانستان کې سوله رامنځته شي، نو ګټه يې ټولې سيمې ته رسېږي.
د نوموړي په وينا، پاکستان د افغانستان او طالبانو تر منځ د هر ډول رسمي او غير رسمي خبرو اترو ملاتړ کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې د اړتيا پر مهال دوى په دې برخه کې هر ډول مرسته هم کولى شي.
اعزاز چوهدري ويلي، دوى هيله من دي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې نورې هم پياوړې شي.
بلخوا د قطر د کنفرانس يوه ګډونوال چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کنفرانس کې د طالبانو او افغانستان د پلاوو تر څنګ د ملګرو ملتونو، قطر او ترکيې استازي هم ګډون لري.
يوې بلې سرچينې پژواک ته ويلي چې د طالبانو استازو ته په دغه کنفرانس کې د ډېرو خبرو اترو اجازه نه ده ورکړل شوې او خپل دريځ به يواځې په ليکلي بڼه وړاندې کوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت پرون ويلي وو چې د افغان شخړې د ټولو لورو د نظرونو تر منځ د واټن د له منځه وړو په موخه يې د پګواش د کنفرانس کوربه توب کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن