کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د امريکا د متحدو ايالاتونو نړيوالې پراختيايي ادارې په افغانستان کې د جګړې د قربانيانو لپاره د ځانګړو او بېړنيو مرستو د چمتو کولو په موخه خپله ٣٠ ميليون ډالري مرسته اعلان کړه.
دغه مطلب د يادې ادارې په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانانو لپاره د ملکي مرستو پروګرام (ACAP ) درېيم پړاو چې د درېيو کلونو لپاره دى، د هغو ملکيانو لپاره چې د جګړو د پاتې شونو او ترهګرو د فعاليتونو په پايله کې ورته زيان او مرګ ژوبله اوښتې، بشري مرستې چمتو کوي. دغه مرستې د ماينونو او ناچاودو مهماتو له امله د رامنځته شوو او ورته پېښو له قربانيانو سره هم کېږي."
سرچينې ليکلي چې دغه پروګرام به په افغانستان کې د ماين پاکونې د همغږۍ له مرکز سره په مرسته د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو د خدمتونو دفتر له لوري ترسره شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت او يوه غير دولتي اداره هم له قربانيانو سره د مرستو په چمتو کولو کې ونډه ولري.
سرچيني ليکلي چې د قربانيانو اړتياوو ته د لاسرسي په موخه د بېړنيو طبي مرستو د چمتو کولو او دغه راز د حکومتي ادارو د کارکوونکو روزنه چې د جګړې له قربانيانو سره د مرستو مسووليت پر غاړه لري، د دغه پروګرام له اصلي موخو څخه بلل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن