کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د افغانستان د ملي پيوستون ګوند د يوه غونډې په ترڅ کې د طالبانو کړنې وغندلې او ويې ويل چې د سولې پروسه د پخوا په څېر کوم ځاى ته نه رسېږي.
د طالبانو او حکومت د استازو تر منځ د سولې لومړۍ مخامخ خبرې تېره مياشت د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې په اسلام اباد کې وشوې.
ټاکل شوې وه چې د خبرو دويم پړاو د زمري په اتمه نېټه په چين يا پاکستان کې پيل شي، خو د ملا محمد عمر د مرګ په اړه له خپرو شوو راپورونو سره وځنډېدې.
د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر ملاعمر دوه کاله وړاندې د کراچۍ په يوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شوى دى.
د ملي پيوستون ګوند غړو او پلويانو نن د کابل د نوي ښار پارک کې په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو کړنې وغندلې او طالبانو ته يې د وطن پلورونکو خطاب وکړ.
د دغه ګوندې وياندې سيلۍ غفار وويل: ((ارګ مېشتي له طالبانو سره هېڅ توپير نه لري، طالبانو د يوه مجهول الهويه کس په فرمان د زرګونو کسانو وينې تويې کړې او ارګ مېشتو غير قانوني افرادو ته د وسلو په وېشلو سره د لسګونو کسان ژوند واخيست.))
هغې زياته کړه، تر څو چې د طالبانو پروژه نه وي ختمه شوې او ارګ مېشتي له طالبانو سره يو لاس نه وي، څنګه د هېواد په پلازمېنه کې د يوه داسې ورک هويته کس ماتم وشي چې ټول خلک يې پر وينو لمبولي دي.
د سولې عالي شورا تېره ورځ په يوه ناسته کې د ملا عمر مړينه د سولې خبرو لپاره غوره فرصت وباله او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې له دغه فرصته ګټه واخلي او داسې تېروتنه ونه کړي چې طالبان د سولې له خبرو شا ته کړي.
په دې ناسته کې له وسله والو مخالفينو غوښتنه وشوه چې له جګړې لاس واخلي او له سولې پروسې سره يو ځاى شي.
د افغانستان د ملي پيوستون ګوند وياند وويل چې د طالبانو د رامنځته کولو موخه د امريکا يوه پروژه وه چې پر روسيه او چين د فشار لپاره وه او اوس امريکا خپلې موخې ته رسېدلې ده.
مېرمن غفار د سولې پر خبرو نيوکه وکړه او ويې ويل: ((خلک دې سولې ته هيله نه لري، سپين بيرغ پر تور بدل شوى، ترڅو چې ټول جنايتکاران د محکمې مېز ته را نه وستل شي، سوله نه راځي.))
هغې زياته کړه: ((د سولې راتلل د خلکو په سراسري يووالي پورې اړه لري او تر هغو چې ټول سره يو نه شي، په هېواد کې سوله نه راځي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن