کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): پاکستان وايي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ځنډېدلې خبرې اترې به ډېر ژر بيا پيل شي.
دغه څرګندونې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف ځانګړي استازي طارق فاطمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي مرستيال ټاډاميچي ياماموتو سره په اسلام اباد کې د ليدنې پر مهال کړې دي.
د پاکستان د ملي راډيو د خبر له مخې، د دې ليدنې پر مهال دواړو لورو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پر روانو هلو ځلو خبرې کړې دي.
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف ځانګړي استازي طارق فاطمي ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د لومړي پړاو خبرې اترې ترسره کېدل يوه مهمه مرحله وه.
د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب، د امريکا او چين په نظارت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د لومړي پړاو خبرې ترسره شوې.
ټاکل شوې وه د تېرې جمعې په ورځ (د زمري ٩مه) د سولې دويم پړاو خبرې وشي، خو د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مړينې د خبر له امله دا خبرې د طالبانو په غوښتنه وځنډول شوې.
خو طارق فاطمي هيله څرګنده کړې چې د سولې ځندېدلې خبرې اترې به ډېر ژر پيل شي، خو هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د نوموړي په وينا، د سولې له روانو هلو ځلو سره به په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
نوموړي يو ځل بيا د خپل هېواد له خوا د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو اترو ملاتړ څرګند کړى، دغه راز له نړيوالې ټولنې يې هم غوښتي چې په دې برخه کې کلک ملاتړ وکړي.
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف ځانګړي استازي طارق فاطمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما د رول ستاينه هم کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن