کلات ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي پر کور وسله وال بريد شوى دى.
دغه بريد پرون د جمعې په ورځ د مازيګر په شاوخوا شپږو بجو د کلات ښار اړونده د نويو نومرو په سيمه کې چېرته چې يې کور دى، شوى دى.
د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلانى فراهي تر پېښې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې بريد په اړه يې يوه اوونۍ مخکې راپور ترلاسه کړى و، چې وسله والو يې پر کور د بريد پلان جوړ کړى دى.
د نوموړى په وينا، ددې راپور له مخې امنيتي ځواکونو يې د کور د امنيت لپاره جدي تدابير نيولي و، چې له امله يې ددې بريد مخنيوى وشو.
فراهي وويل چې ددې بريد پر مهال يو وسله وال وژل شوى او دوه يې له دوه ميله تومانچو سره نيول شوي دي.
ده زياته کړه، چې په دې بريد کې دوى ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د يادولو ده چى تر دې مخکې هم پر فراهي تر لسو ډېر بريدونه شوي، خو نوموړى ترې روغ وتلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن