جلال اباد (پژواک، ٣ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال شپږ شکمن کسان له وسلو سره نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلال اباد له هوايي ډګره ځانګړو ځواکونو تېره شپه د مومنددرې ولسوالۍ د هزارناو په سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه، دا عمليات چې پر يوه کور ترسره شوي، شپږ شکمن کسان له وسلو سره نيول شوي او ترې پلټنې روانې دي.
خو د مومند درې ولسوالۍ د هزارناو کلي اوسېدونکي سيف الرحمن مومند وايي چې عمليات د ده پر کور ترسره شوي چې په پايله کې يې د ماشومانو په ګډون درې تنه ټپي او درې نور له ځان سره وړي دي.
نوموړى وايي چې دى پخوا د مومندرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال و، خو يو نيم کال مخکې له خپلو پنځو ملګرو او وسلو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شو.
مومند زياته کړه: ((د سولې ولايتي کمېټې ته ما ته کارت راکړى او معاش هم راکوي، زما او د کورنۍ د ژوند د خونديتوب ژمنه يې هم راکړې وه.))
د هغه په وينا، اوس دولت له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده، په داسې حال کې يې د ده پر کور عمليات ترسره کړي چې دى په خپله په کابل کې و، خو د عملياتو پر مهال يې په کور کې هېڅ نه دي موندلي.
سيف الرحمن مومند وويل چې دى اوس په کابل کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، يو ورور يې په ولسوالۍ کې ښوونکى دى او بل ورور او ورېرونه يې په کلي کې کار کوي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې له دې ډول ځورونو دې لاس واخلي او که چېرې دا ډول کارونه ادامه پيدا کړي، نو وسله وال مخالفين به د سولې له پروسې سره له يو ځاى کېدو ډډه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن