غزني ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): په غزني ولايت کې د ماين د يوې چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک غاړې دا چاونه نن له غرمې مخکې د زنخان ولسوالۍ پر لاره شوې ده.
هغه زياته کړه، پنځه پوليس چې په خپل رينجر موټر کې له ښاره د يادې ولسوالۍ پر لور روان و، په لاره کې پرې چاودنه شوې ده.
د انصافي په وينا، په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.
د غزني د ملکي روغتون ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې پنځه جسدونه ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پوليسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن