واشنګټن (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): چين او امريکا يو ځل بيا د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه اعلان پرون په واشنګټن کې د هغې غونډې پر مهال شوى چې د چين او امريکا له خوا د ١٥ افغان ديپلوماتانو په ګډه د روزنې پروګرام د پيل پر مهال جوړه شوې وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال انتوني بېلکين يادې غونډې ته د وينا پر مهال افغان ديپلوماتانو ته وويل: ((ښه خبره دا ده چې تاسو يواځې نه ياست، چين او امريکا ستاسو د برياليتوب لپاره په ګډه کار کوي.))
هغه زياته کړه چې درى مياشتې مخکې چين او امريکا د خپلو ستراتيژيکو اړيکو د خبرو پر مهال هم د افغانستان په اړه پر ګډې همکارۍ ټينګار کړى و.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال افغان ديپلوماتانو ته د هرکلي ويلو تر څنګ زياته کړه چې دوى ته به په دوو اونيو کې د ديپلوماسۍ په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
انتوني بېلکين وويل چې د چين او امريکا له خوا د افغان ديپلوماتانو د روزلو دا څلورمه دوره ده او هر کال يو ځل ترسره کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان او امريکا اړيکې يواځې په نظامي برخه کې د همکاريو له امله نه، بلکې په سولې او نورو برخو کې هم وي.
په واشنګټن کې د افغانستان نوي سفير ډاکتر حمدالله محب يادې غونډې ته د وينا پر مهال هيله څرګنده کړه چې ځوان افغان ديپلوماتان د روزنې له دغه چانس څخه ښه ګټه پورته کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ ٨٠٠ پياوړي ديپلوماتان لرو او تاسو بايد د افغانستان نړيوالې اړيکې نورې هم پياوړې کړئ.))
نوموړي افغان ديپلوماتانو ته په خطاب کې وويل چې تاسو د افغانستان د خلکو غږونه واشنګټن، بيجنګ او نورو هېوادونو ته رسوئ .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن