کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د افغانستان دولت غواړي له ايران سره د اړيکو د تنظيم لپاره په بېلابېلو سکتورونو کې ځانګړې کمېټې جوړې کړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره، نن په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د ګډې پولې د امنیت پر ټينګښت او په ایران کې د افغان کډوالو پر وضیعت خبرې وکړې.
سرچينې د ملي امنیت سلاکار په حواله ويلي، د افغانستان دولت غواړي چې له ایران دولت سره د خپلو اړیکو د تنظیم او همغږۍ په موخه په بېلابېلو سکتورونو کې ځانګړې کمېټې رامنځته کړي.
د اتمر په وینا، دا کمېټې به په اړوندو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو پرمختګونه تعقیبوي.
د خبرپاڼې په حواله، د ايران سفير بهرامي د افغانستان له دولت سره د خپل هېواد اړیکې، د ورورۍ او ښه ګاونډيتوب پر اصولو ولاړې وبللې او زیاته یې کړه، هېواد یې د افغانستان له دولت سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن