ميدان ښار(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د ميدان وردګو په ولايتي روغتون کې د بېړنيو پېښو څانګه د نږدې اتو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ د سويډن کمېټې په مالي لګښت د يوه کال په موده کې په شاوخوا ٢٠٠ متره مربع سيمه کې د ٧٤٤١٩١٨ افغانيو په لګښټ جوړه شوې ده.
ده زياته کړه، دا څانګه د عملياتو، نوکريوالۍ، معاينې، د ناروغانو شپږ بستريزه او نورو خونو ترڅنګ عصري تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري.
د هغه په وينا، د دغې ودانۍ د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د عامې روغتيا وزير، د ميدان وردګو والي، د ولايتي شورا غړو او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړى و.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د دغې ودانۍ د ګټې اخيستنې په مراسمو کې وويل، په ميدان وردګو کې به د دې روغتون ترڅنګ د روږدو کسانو د درملنې روغتون لپاره هم بشپړ تشکيل په واک کې ورکړي، ترڅو په دغه ولايت کې په ښه توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې په ياد شوي ولايت کې به د روغتيا په برخه کې هېڅ ډول نيمګړتيا پرې نږدي.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د يادې شوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او مسوولينو ته يې د ښې ساتنې او پالنې لارښوونه وکړه.
هغه هيله څرګنده کړه، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د عاجلو ناروغانو درملنه په ښه او بېړنۍ توګه ترسره شي، چې په دغه کار سره به د ولسونو يوه اندازه حق ادا شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن