ترينکوټ (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ٢٨ وسله وال وژل شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر رحيم الله خان د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو پرون د دهراوود ولسوالۍ د کوري مانده په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې د قوماندان ګل اغا په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد وايي چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ په سراب سيمه کې د ملي اردو پر کمپ بريد کړى دى.
د نوموړي په وينا، د ملي اردو په ځوابي بريدونو کې ٢٣ وسله وال وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
خو د هغه په وينا، په دې نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دهراوود ولسوالۍ په بېلابېلو چاودنو کې يې ١١ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
خو نوموړي د خپلو وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن