باميان (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د باميانو د سيمه ييزې ادارې پلاوى وايي چې د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې ٧٤٠ کورنۍ د ځمکې ښويېدو له امله زيانمنې شوې او زياتو مرستو ته اړتيا لري.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې پلاوى او د يکاولنګ ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي چې د ځمکې ښويېدنې ساحې يې کتلې، وايي چې يوه مياشت وړاندې د يکاولنګ ولسوالۍ په چشمه سياه او د دره علي سيمې په کوه سرخي کې د نرمو رسوباتو د تکتونيکي فعاليتونو او د اصطکاک کچې د کمښت په سبب د ځمکې ښويېدنې نښې ليدل شوې وې او وروسته شاوخوا لس زلزلې هم شوې چې ګڼ زيانونه يې اړولي دي.
د باميانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې مشر محمد رضا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ساحې شاوخوا ٧٠ سلنه خلک د څښاک له پاکو اوبو محروم شوي او حتى څاروي هم د څښاک اوبه نه لري.
هغه زياته کړه چې دې پېښې په دره علي سيمه کې خلک له مالي او کرنيزو زيانونو سره مخ کړي او پېښه د دې سبب شوې چې د اوبو ٧٠ سلنه منابع او چينې له منځه لاړې شي، د دې تر څنګ ١٢ کيلومتره سړک ويجاړ شوى او ١٨کرنيزې ويالې او کانالونه يې بند کړي دي.
د رفعت په خبره، د پلاوي څېړنې څرګندوي چې په يکاولنګ کې د ځمکې ښويېدو له امله ٧٤٠ کورنۍ زيانمنې شوې او تر اوسه د سعودي عربستان په مرسته ٣٥ خېمې، ٧٠ ترپالونه، ٣٥ کورنۍ کڅوړې، په همدې شمېره روغتيايي کڅوړې، ١٧٥ کمپلې، ٣٥ د لمريزې برېښنا دستګاوې، ٣٥ کارتنه خرما پر زيانمنو وېشل شوې دي.
د دې تر څنګ د پېښې په ساحه کې د اکشن ايډ موسسې په همکارۍ د سيلابي توکو د رسوب لپاره د يوه فلتر رامنځته کولو عملي کار په چټکۍ سره روان دى.
د دره علي يو اوسېدونکي حاجي ميرزا وايي چې دا پېښې په يوه ورځ کې نه دي رامنځته شوې، بلکې د يوې مياشتې په اوږدو کې کله ځمکې لاندي ځي او کله لړزه کوي چې لامل يې نه دى معلوم.
هغه وويل: ((ځايي اوسېدونکي وايي چې سږ کال بلا نازله شوې، په دې سيمه کې داسې افتونه راغلي چې خلکو په خپل ژوند کې هم نه وو ليدلي، حتى خلک د خپل ځان له وېرې اندېښمن دي چې يوه ورځ په ځمکه کې ډوب نه شي.))
د يکاولنګ ولسوال عبدالاحد مبارز وويل چې حکومت او غير دولتي موسسات بايد اوسمهال د ٣٥ زيانمنو کورنيو لپاره چې له خطر سره مخ دي، د ځاى په برخه کې مرسته وکړي او د سيمې اوسېدونکو ته په لومړنيو مرستو کې د څښاک اوبه ورسوي.
مبارز له ټولو ملي او نړيوالو ارګانونو غوښتنه وکړه چې د پېښې له زيانمنو سره هر اړخيزې مرستې وکړي او له خلک د خپلو سيمو پرېښودو ته پرېنږدي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن