کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د کندهار والي په دغه ولايت کې د امنيت د خونديتوب په موخه د امنيتي ځواکونو پر همغږۍ ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د خپلو ملي ځواکونو ملا وتړي.
ډاکتر همايون عزيزي دغه څرګندونې د ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې چې په کې د ملي امنيت رييس تورن جنرال قدر محمد، د امنيې قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان ځواکونو يو شمېر مسوولينو ګډون کړی و.
والي د کندهار اوسنى امنيتي وضعيت ښه و ارزاوه او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې د لا ښه امنيت په موخه خپلمنځي همغږي زياته کړي.
هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو د برياليتوب راز په همغږۍ کې دى.
نوموړي د امنيت د تامين په برخه کې د خلکو همکاري ډېره مهمه وګڼله او ويې ويل د کندهار اوسېدونکي دې د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ وکړي، څو د افغانستان دښمنان وځپل شي او هغوى ته د ژوند کولو ارامه فضا برابره شي.
نوموړي د امنيت په برخه کې د تورو هيندارو د موټرونو په تګ راتګ اندېښنه وښودله او ويې ويل تورې هيندارې لرونکي موټرونه په ناامنۍ کې رول لري.
هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې په ښار کې دې د تورو هيندارو لرونکو موټرو د تګ راتګ مخنيوى وکړي.
عزيزي ټينګار وکړ چې د ولايت مقام، قول اردو، امنيې قومندانۍ او ملي امنيت رياست له مسوولينو پرته هيڅوک حق نه لري چې له دې وروسته د تورو هيندارو په موټرونو کې تګ راتګ وکړي.
په امنيتي غونډه کې د امنيتي ځواکونو پر لاسته راوړنو هم خبرې وشوې.
د ملي اردو د دريمې لوا د ارکان رييس ډګروال غلام حضرت وويل چې د تېرو دوو اوونيو په اوږدو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٨٥ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي او دغه راز د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ميوند ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې ٣٥ وسله وال وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.
د ملي اردو دغه چارواکي وويل چې د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې د دوى عمليات دوام لري او وسله وال مخالفين يې ځپلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن