کابل (پژواک،١٨ تله ٩٤ ): د کندوز يو شمېر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د اوربند او د کندوزيانو ستونزو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه او وايي، هغه چا چې کندوز کې پر نجونو د جنسي تېري ناسمه ادعا کړې، بايد محاکمه شي.
کندوز ښار د تلې په شپږمه د طالبانو لاس ته پريوت؛ خو درې ورځې وروسته يې د بېرته نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو عمليات پيل شول، چې تر دا مهال د دې ښار ډېرې برخې د دولت لاس ته ورغلې او کور په کور تلاشي پيل شوې ده.
همداراز د چور او تالان، د جګړو پر مهال لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ داسې راپورونه خپاره شول، چې طالبانو په کندوز ښار د بريد پرمهال پر ښځينه محصلينو چې په ليليه کې وې، جنسي تېرى کړى دى.
خو د ياد پوهنتون مشر دا ادعا په کلکه رد کړې او ويلي يې دي، په کومه شپه چې کندوز ښار طالبانو لاس ته پرېوت، محصلين د اختر په رخصتيو کورونو ته تللي وو او هېڅ نجلۍ په ليليه کې نه وه.
د کندوز يو شمېر بې ځايه شوو او د دې ولايت د مدني ټولنې ځينو غړو هم په کابل کې د ملي شورا مخ ته د لاريون په ترڅ کې د کندوز وضعيت ته د لاسرسي غوښتنه وکړه او پر نجونو د جنسي تېريو ادعاوې يې په بشپړه توګه بې بنسټه وبللې.
لاريوونکو چې شمېر يې څه باندې ١٥٠ کسانو ته رسېده، "مرګ پر امريکا"، مرګ پر طالبانو"، "طالبان د پاکستان د اى ايس اى مريان دي" او" موږ امنيت غواړو" شعارونه ورکول.
د کندوز اوسېدونکي عبدالله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل: "کندوز کې جنايت شوى دى، بايد د خلکو غږ واورېدل شي، که زموږ غږ وانه ورېدل شي، خپلو لاريونونو ته دوام ورکوو."
هغه زياته کړه، د کندوز اوسېدونکي د وسله والو مخالفينو پرضد د عملياتو غوښتنه کوي او وايي، قومي تربګنيو او کينو ته دې لمن نه وهل کېږي او پر روغتون د امريکايي ځواکونو هوايي بريد په څېر دې نه وي.
امريکايي ځواکونو د تلې په ١١ شپه د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، چې ترڅ کې يې د ډاکټرانو په ګډون ٢٢ کسان ووژل شول او ٣٥ نور ټپيان شول.
د نوموړي په خبره، دا مهال کندوز ښار کې د جګړو د يو شمېر قربانيانو مړي په واټونو او تر خاورو لاندې پاتې دي او د دې جګړو ټپيان لا هم روغتيايي مرکزونو ته نه دي لېږدول شوي.
هغه له نړيوالې ټولنې او ښکېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه، څو اوربند وکړي، چې د قربانيانو مړي خاورو ته وسپارل شي او ژوبل کسان روغتونو ته ولېږدول شي.
نوموړي همداراز وويل، د دې ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي، څو د کندوز پېښې د بې پرې او عادلانه څېړنې لپاره يو پلاوى وګومارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن