ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځانمرګي بريد د بهرنيانو دوه موټر زيانمن او درى ملکي وګړي يې ټپيان کړي

11 Oct 2015 - 10:27
11 Oct 2015 - 10:27

څلورم تعقيب- کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د کابل امنيه قومانداني وايي، د "جوى شير" په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګي بريد کې د دغو ځواکونو دوه موټر زيانمن شوي او درى ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند په جوى شير سيمه کې د يو کرولا موټر په وسيله ترسره شوى دى.

د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي د بريد په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو دوه موټر زيانمن شوي او د يوې ښځې په ګډون درى ملکي وګړي برسېرن ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت وياند امريکايي ډګروال براين ټريبوس پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په کابل کې د دوى پر يوه پوځي کاروان چاودنه شوې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، لومړني معلومات ښيي چې د دې چاودنې له امله د دوى کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په دې اړه د نورو معلوماتو راټولولو په هڅه کې دي.

د وحيدالله په نوم يو ټکسي چلوونکى چې په موټر کې يې د ياد بريد له امله يوه ښځه ټپي شوې، وايي چې د ده موټر هم زيانمن شوى او په سيمه کې دوه بايسکلونه هم پراته دي، خو څرګنده نه ده چې د بايسکلونو خاوندان ټپيان شوي او که چېرې دي.

د رفيع الله په نوم يو تن چې په سيمه کې په يوه نانوايۍ کې کار کوي، وايي چې چاودنه درنه وه او کيداى شي مرګ ژوبله هم ولري، ځکه چې سيمې ته امبولانسونه هم ورغلي دي.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه بريد د رحمت الله خوستوال په نوم د دوى يو تن لخوا تر سره شوى دى.

هغه دعوه کوي چې په بريد کې د بهرنيو ځواکونو دوه ټانکونه ويجاړ شوي او په کې سپاره شاوخوا ١٢ کسان وژل شوي دي.

طالب وياند ويلي چې دغه بريد په کندوز او نورو ولايتونو کې په بمباريو کې د ملکي خلکو او ډاکټرانو د غچ اخستنې په موخه تر سره شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version