ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا ومنله چې په افغانستان کې يې اېف ١٦ الوتکه وېشتل شوې

20 Oct 2015 - 13:26
20 Oct 2015 - 13:26

واشنګټن (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د امريکا د دفاع وزارت ومنله چې په افغانستان کې يې يوه جنګي اېف ١٦ الوتکه د وسله والوطالبانو له خوا وېشتل شوې ده.

په واشنګټن کې د امريکا  د دفاع وزارت (پنټاګان) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د روان لمريز کال د تلې په ٢١مه د افغانستان په پکتيا ولايت کې رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې د وسله والو مخالفينو له خوا پر يادې الوتکې ډزې شوې وې چې له امله يې دوه مرمۍ پر الوتکه لګېدلې وې او يوه برخه يې زيانمنه شوې وه.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې په دې پېښه کې پيلوټ ته زيان نه  دى اوښتى او په برياليتوب سره يې خپله الوتکه د بګرام پوځي اډې ته رسولې وه.

سرچينې ويلي چې ځواکونو يې د دې الوتکې د بېرته ترميمولو چارې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې د تلې په ٢١مه د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي ويلي وو چې په سيمه کې يې يوه الوتکه غورځېدلې ده.

خو هغه مهال په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته ياده پېښه نه وه تاييد کړې.

بلخوا وسله والو طالبانو د يادې الوتکې د يوې برخې او د پرزو عکسونه هم په ټولنيزو شبکو کې خپاره کړي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version