کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د قومونو يو شمېر شوراګانو، د سولې په ټينګښت کې د حکومت کار صفر بللى او وايي، تر څو چې د دوښمنانو د تبليغاتو او د خلکو د جذبولو مخه ونه نيول شي نو په هېواد کې سوله نه شي راتلاى.
په هغې ناسته کې چې نن د سولې د ټينګښت په موخه د قومونو شوراګانو له سلو څخه د زياتو مشرانو په ګډون په کابل کې ترسره شوه، په هېواد کې د اوسني بحران د حل لارو په اړه د څېړنو او له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو او سولې په اړه خبرې وشوې.
د پکتيکا د قومي شورا مشر عزيزالله وزيري د سولې په اړه د حکومت هلې ځلې ناکامې وبللې او ويې ويل چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په هېواد کې د سولې په اړه هېڅ کار نه دى شوى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "تر اوسه پورې د سولې راوستو سمبوليکه بڼه درلوده او حکومت او د سولې عالي شورا د سولې راوستو په اړه کومه لاسته راوړنه نه درلوده."
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، په وروستيو څو کلونو کې افغانستان کې د سولې پروګرام لپاره ٨٠٠ مليون ډالره ځانګړي شوي او يو شمېر کارپوهان وايي چې د سولې شورا د سولې په برخه کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
خو د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد وويل، چې دغه شورا هر کال ٢،٨ مليون ډالره لګښت لري ، چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې د يادې شورا له رامنځته کېدو راهيسې ټولټال ١٥ مليون ډالر لګول شوي دي.
وزير وويل، يو شمېر داسې عناصر شتون لري چې خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ويني او حکومت بايد له جګړې څخه د دوى د لاس ايستلو لپاره يوه حل لاره رامنځته کړي.
نوموړي د قومونو شورا مشرانو له مشورې پرته له وسله والو مخالفينو سره د حکومت جوړجاړى ناممکن وباله او د قومونو شوراګانو له مشرانو يې وغوښتل چې وسله وال مخالفين سولې ته وهڅوي.
د امرخېلو قوم عمومي شورا مشر جنرال عتيق الله امرخېل هم وويل چې د سولې په ټينګښت کې د قومونونو د شوراګانو رول بايد له پام ونه غورځول شي، يوازې د قومونو شوراګانې کولى شي چې له وسلوالو مخالفينو سره د هېواد د بچيانو د يو ځاى کېدو مخه ونيسي او دوى له دوښمنانو خوشي کړي.
هغه زياته کړه: "
تر څو چې د دوښمن لاسونه پرې نه کړو او هغوى له خپلو کليو ونه باسو نو د سولې رامنځته کول امکان نه لري."
امرخېل د هېواد د قومونو له شوراګانو غوښتنه وکړه چې د سولې د رامنځته کولو لپاره اوږه په اوږه له حکومت سره مرسته وکړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوښمن له تبليغاتو مخنيوى وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن