کابل ( پژواک، ١٤ لړم ٩٤ ) : په کابل کې د کرکټ د ملي سياليو شپږيزې په ترڅ کې د امو نهنګانو او سپين غر زمريانو لوبډلو خپلې لوبې وګټلې.
د هېوا د شپږو لوبـډلو په ګډون د کرکټ شپږيزې شل اووريزې سيالۍ د لړم په ١٢مه د کابل د کرکـټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه د امو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د بست ساتونکو په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٠ منډې جوړې کړې او امو ته يې د ١٤١ منډو هدف ورکړ.
د بست له لوري عمران جنت ٥٢ او خيبر عمر ٤٣ په زړه پورې منډې جوړې کړې او د امو له لوري جاوېد احمدي څلور لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي چې د امو لوبډلې ياد هدف په ١٩ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او دا لوبه يې په شپږو وېکټو وګټله.
د امو له لوري ميرويس اشرف ٤٣، يونس احمدزى ٢٧، کريم صادق ١٩، صميم سلطاني ١٨ او جاوېد احمدي ١٦ منډې جوړې کړې. احمدي د لوبې غوره لوبغاړ ى اعلان شو.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې تر غرمې وروسته دويمه لوبه د سپين غر زمريانو او کابل مشعل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د سپين غر په بريا پاى ته ورسېده.
د کابل مشعل لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او ټوله لوبډله يې په ١٩ اوور کې په ١٠٥ منډو وسوځېدله، زبير شينواري ٤١ منډې جوړې کړې، د سپين غر له لوري شفيق الله٣، عبدالله عادل او مسلم موسى دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل چې د سپين غر لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ١٦ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن