کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پي اين جي ملي لوبډلې پر وړاندې دانټرکانټنينټال سيالۍ لوبې ترسره کولو په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک دلړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبډله به د پي اين جي ملي لوبډلې پر وړاندې د انټرکانټيننټل کپ سياليو د لړۍ څلور ورځينۍ سيالۍ د نوامبر په ۲۱مه ( دلړم په ٢٩مه،) ترسره کوي.
هغه زياته کړه، له پي اين جي سره تر سيالۍ مخکې به ملي لوبډله له عمان لوبډلې سره د نومبر په ۱۶مه درې ورځنۍ تمريناتي سيالي پيلوي او د پي اين جي پر وړاندې د نړيوالې څلور ورځنۍ سيالۍ له ترسره کولو وروسته به د هانګ کانک او عمان لوبډلو پر وړاندې نړيوالې شل اووريزې سيالۍ وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ملي لوبډلې رخصتولو پر مهال وويل :" د پي اين جي پر وړاندې سياليو لپاره پياوړې لوبډله ټاکل شوې ده،. موږ د ټيسټ تر دريځه تلل غواړو او په دغه لاره کې بايد هر سيال ته ماتې ورکړ".
يادونې ده، چې افغانستان تر اوسه د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې يواځې له سکاټلينډ سره لوبه کړې وه چې د باران له امله مساوي پاى ته رسېدلې وه.
خو دا چې په دې لوبه کې سکاټلينډ ښه ځلېدلى و، نو هغوى ته ١٤ او افغانستان ته ٧ نومرې ورکړل شوې وې.
د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ، هالنډ، نميبيا، پي اېن جي، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډونوالې دي.
د ايرلينډ لوبډلې دوه لوبې کړي، دواړه يې ګټلي او د ٤٠ نومرو لرلو سره د نومرو په جدول کې لومړى، هالنډ دويم ،نميبيا درېيم او افغانستان د يوې لوبې په کولو سره له اوو نومرو سره په شپږم مقام کې ځاى لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن