شبرغان (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د جوزجان ولايت فيض اباد ولسوالۍ لپاره له ٣٥ کلنو څخه وروسته لومړنۍ ښارواله وګومارل شوه نوموړې ژمنه وکړه چې ولسوالۍ د بازار په بڼه ده، پر پرمختللي ښار به يې بدله کړي.
د فيض اباد ولسواله سايره شکيب سادات وايي چې ٣٥ کاله وړاندې د فيض اباد ولسوالۍ رامنځته شوه، دا لومړنۍ ښارواله ده چې پر دنده ګومارل کېږي او سيمه ييزو مسوولينو او سپين ږېرو ته ورمعرفي شوه.
ياده مېرمن چې د هېواد په کچه يوازېنۍ ښځينه ولسواله ده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې فيض اباد وروسته پاتې ولسوالي ده او د يو وړوکي بازار بڼه لري؛ هيله ده چې د ښاروالۍ د هڅو په پايله کې پرمختګ وکړي.
فيض اباد ولسوالۍ ټولټال ٦٠ زره نفوس لري چې ١٠ زره وګړي يې د ولسوالۍ په مرکز کې ژوند کوي.
د ولسوالۍ په مرکز کې څه باندې سل هټۍ شتون لري؛ خو مارکيټ او هوټل په کې نشته، دولتي ودانۍ، زړې دي او د ولسوالۍ ودانۍ ٧٥کاله وړاندې چې فيض اباد علاقه داري وه، جوړه شوې ده.
د فيض اباد ولسوالې وويل: "هيله ده چې ښاروال نه يوازې د ولسوالۍ مرکز پرمختګ او پراختيا ته، بلکې د ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو برخې ته هم پام وکړي."
د فيض اباد ښاروال محمدالله (پاکطين) وويل چې لومړى د سيمې له مشرانو سره ليدنه کوي او د خلکو ستونزو ته په پام سره خپل کاري پلان چمتو او پلى کوي.
نوموړي د ښاري پلان تطبيق، د مارکيټونو جوړول او د ولسوالۍ له مرکزه د هټيو لېږد د شبرغان – مزارشريف لويې لارې ته، د خپل کاري پلان برخه وبلله او زياته يې کړه: "هڅه کوم چې د فيض اباد ولسوالۍ څېره بدله کړم او پرمختللى ښار ترې جوړ کړم."
پاکطين زياته کړه چې د ولسوالۍ، پوهنې او کرنې ودانۍ زړې دي، د دولت په املاکي ځمکو کې به جوړې شي.
د محمد سليم په نوم د سيمې يو سپين ږيري وويل دا يو زېرى دى چې د ولسوالۍ له جوړېدو څخه ٣٥ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره ښاروال ورته ګومارل کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ دنده د ښار پاکول، له هټيو څخه د عوايدو راغونډول او د کوڅو تثبيتول دي چې نوى ښاروال بايد په دې برخو کې کلکه توجه وکړي.
دې سپين ږيري وويل: "اوس د ولسوالۍ بيارغونې لپاره ځانګړى ادرس پيدا شو چې نظم او ترتيب به رامنځ ته شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن