کابل ( پژواک، ٥ ليندۍ ٩٤ ) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، د کويټې شورا او حقاني شبکه چې د پاکستان په خاوره کې شتون لري د افغانستان پر ضد فعاليتونه ترسره کوي ، خو پاکستان يې پر ضد کوم اقدام نه دى کړى.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د ليندۍ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف دغه څرګندونې نن په کابل کې د ترکيې سفير سره دليدنې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې ددې ليدنې پر مهال حنيف اتمر او د ترکيې سفير علي سعيد اکين د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د سولې او استانبول پر پروسو خبرې وکړې.
د ملي امنيت سلاکار ددې ليدنې پر مهال د افغانستان دولت وسله والو مخالفينو سره د سولې موضوع ته په اشارې سره ويلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دى ، خو زياته کړې چې دا سوله بېلابېل اړخونه لري.
خو هغه زياته کړې، څو پورې چې وسله وال مخالفين له ترهګرۍ څخه د خپلو سياسي ګټو لپاره کار اخلي نو سولې ته رسېدل ګران دي .
د ترکيې سفير ددې ليدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملي يووالي حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هېواد يې ژمن دى، څو دافغان ملي پوليسو روزنې ته ادامه ورکړي .
هغه زياته کړې چې هېواد يې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د پروسې د بيا پيلېدو او د افغانستان ، پاکستان او ترکيې ترمنځ د درې اړخيزه غونډې کوربه توب ته اماده دى.
د ملي امنيت سلاکار په ډاګه کړې چې افغانستان د سولې پر يوه داسې مېکانيزم کار کوي چې په دې پروسه کې پر يوه هېواد بايد تکيه ونه شي.
هغه د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې او کويټې شورا وسله والو ډلو شتون ته په اشارې سره وويل چې دا ډلې اوس هم د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد فعاليتونه کوي، خو پاکستان يې پر ضد لازم اقدامات نه دي ترسره کړي.
د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنيت سلاکار نن په کابل کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز، د ايران او چين له سفيرانو سره هم ليدلي دي.
د ملي امنيت شورا وياند وايي چې د ناټو له سفير سره دليدنې پر مهال بروکسل ته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د وروستي سفر پر پايلو، د ناټو سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس او همدارنګه له افغانستان سره د ناتو د اوږدمهاله همکاريو په اړه خبرې وشوې.
غورځنګ وايي چې د ايران له سفير سره په ليدنه کې د افغانستان او ايران پر امنيتي همکاريو خبرې وشوې او د ايران سفير حنيف اتمر ته د دويم ځل لپاره بلنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د امنيتي همکاريو په اړه د مشورو او بحثونو په موخه تهران ته سفر وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن