ښرنه (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا ولايت چارواکو د ملي يووالي له حکومته وغوښتل چې د جګړې پر ځاى د سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي؛ ځکه افغانان نور له جګړې ستړي شوي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت بايد د جګړې پر ځاى د سولې پروسه ګړندۍ کړي.
هغه زياته کړه: ((له تېرو څو لسيزو را په دېخوا دا ولس د جنګ په اور کې سوځي، او د دغه اور خاشاک هم افغانان دي چې د خپلو افغانانو په لاس مري نور بايد هېواد ته سوله راشي.))
ده پر ديني عالمانو او قومي مشرانو هم غږ وکړ چې له خپلو کورونو دې د سولې لپاره کمپاين پيل کړي.
فقيرزاده له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې د هېواد د ښې راتلونکې په موخه نور جګړه بس کړي او د سولې پروسه غوره کړي.
د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو په لمسون ترسره کېږي او ګټه يې هم پرديو ته ده.
ده هم پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې له ورور وژنې لاس واخلي او نور د سولې پروسه غوره کړي.
ده وويل چې د پکتيکا ډېری اوسېدونکي له دولت سره د سولې په راوستو کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.
دغه راز د پکتيکا والي امين الله شارق پژواک ته وويل چې د ملي يووالي حکومت د سولې راوستو لپاره وروستۍ هلې ځلې کوي.
ده وويل چې په دې پروسه بايد ديني عالمان، قومي مشران او نور مخور له حکومت سره اړينې مرستې وکړي.
هغه زياته کړه: ((ټول بايد په ګډه د سولې لپاره کار وکړو او په دې برخه کې بايد خپل اسلامي او ټولنيز مسووليت ترسره کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د پکتيکا اوسېدونکو د ملي يووالي له حکومت نه غوښتنه کړې چې د سولې پروسه کړندۍ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن