کابل ( پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٤ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې د زمبابوې د ١٩ کلنو لوبډلې په څلورمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٢٨مه، پژواک خبري اژ انس ته وويل چې دا لوبه نن د هندوستان د پلازمينې نوي ډيلي په نوواډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د زمبابوې لوبډلې د دې لوبې پجه ګټلې وه، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هوتک وايي چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٧ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته يې د ٢٦٨ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري نويد عبيد ٦٢، احسان الله او وحيدالله ٥١، ٥١ او طارق ٣٧ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د زمبابوې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٠٨ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٥٩ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري طارق او نجات مسعود څلور، څلور او او محمد ظاهر دوه لوبغاړي وسوځول.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې افغانستان په درېيو نورو لوبو کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن