لښکرګاه (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ سقوط کړى او لسګونه پوليس کلابند شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قومندانۍ يوې باوري سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سنګين ولسوالۍ نن مازيګر سقوط کړى او ودانۍ يې وسله والو طالبانو نيولې ده؛ دغه راز د امنيه قوماندانۍ ودانۍ هم ماخوستن مهال طالبانو نيولې ده.
ده زياته کړه، کابو ١٥٠ پوليس له يادو ودانيو وتلي او په يوې نږدې سيمه کې کلابند پاتې دي، چې لار نه لري؛ که د هوايي ځواک مرسته ورسره ونه شي، نو ژوند يې په خطر کې دى.
د هغه په وينا، دا پوليس له تېرو څلور ورځو راهيسې په محاصره کې وو، چې نه يې خوراک کړى او نه هم خوب، چې له همدې امله يې يادې ساحې پرېښي دي.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د سنګين اوسېدونکي هاشم الکوزي بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ ټول تاسيسات طالبانو نيولي دي.
دى وايي، له پوليسو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، ان هغوى ته په نږدې ساحه کې د ملي اردو يوه لوا هم شته او پوليسو د کمک غوښتنه هم ترې کړې وه، خو هغوى يې مرستې ته نه دي وردانګلي.
د ده په خبره، پوليس اوسمهال په يوه سراى کې دي او راوتلى نه شي او که تر سبا سهاره مرسته ور ونه رسېږي، نو د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
نوموړي دغه راز وويل چې اوسمهال هم، ګڼ شمېر پوليسو ته په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن