مزارشريف (پژواک،۳۰ ليندۍ ۹۴):د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د امنيتي زونونو پرانيستل د هېواد د امنيت ټينګښت لپاره يوه مهمه اړتيا وه.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د چارو رييس محمد سالم احساس د ليندۍ په ۳۰مه، په مزارشريف ښار کې د شمال زون د پوليسو د عمومي قوماندانۍ ۷۰۷ زون د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وکړې.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۰۷ امنيتي زون عمومي قومانداني د شمال زون د پنځو ولايتونو (بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب) لپاره جوړه شوې ده.
احساس وويل، چې په ټول هېواد کې ۸ امنيتي زونونه جوړ شوي، چې په ټوليزه توګه د امنيت د لا ټينګښت لپاره کار کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د هېواد د شمال ولايتونو د امنيت لپاره ۷۰۷ زون په شمال او ۸۰۸ زون په شمال ختيځ زون کې امنيتي فعاليت کوي.
د هغه په وينا، د پوليسو دغه مرکزونه به د ولايتونو د قوماندانانو تر منځ د همغږۍ او د پوليسو د ليکو د منسجم کېدو لپاره کار کوي.
همدراز، له افغان امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ، خلکو ته خدمتونه وړاندې کول او د خلکو ستونزو ته لاسرسی به د يادو مرکزونو له لومړيتوبونو څخه وي.
د بلخ والي عطامحمد نور، چې د شمال زون د ۷۰۷ پامير په پرانيست غونډه کې يې برخه لرله، وويل، چې ورته مرکزونه د ځواکونو تر منځ د همغږۍ پيدا کېدو په برخه کې ښې پايلې لرلى شي.
تر دې دمه د شمال زون د ۷۰۷ پامير قوماندان نه و ټاکل شوی، خو نن يې د يادې قوماندانۍ مرستيال نادر فهيمي د سرپرست قوماندان په توګه معرفي کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن