کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني وايي، د قضا خپلواکۍ ته ژمن دى او په چارو کې يې د دولتي او غير دولتي چارواکو هېڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې، راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د سترې محکمې نوي غړي قضاوتوال عبدالحسیب احدي خپل د لوړې مراسم پر ځای کړل.
سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې چې نن ماسپښين په ارګ کې ترسره شول، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس او د سترې محکمې د عالي شورا غړو هم حضور درلود، ولسمشر غني وویل، خوښ یم چې د سترې محکمې بل غړي هم له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته.
ولسمشر په قضا او په مجموع کې د افغانستان په قضایه قوه کې د مثبتو بدلونونو د راوړلو له امله د قاضي القضات او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیو قدرداني وکړه.
ده وویل، خلک غواړي، چې د سترې محکمې له کړنو خبر وي او ښه به وي، چې په هغه بنسټ کې له مثبتو بدلونونو څخه هم خبر شي.
اشرف غني ټینګار وکړ، چې د قضا په چارو کې د دولتي او غیر دولتي مقاماتو هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده.
د هغه په وينا، په پرېکړو کې د قضا خپلواکي او د عدالت اصل ته ژمن یم او باید ټول دولت د دې پیرو وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن