کندهار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د کندهار په ميوند او غورک ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي او ٢ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز په ژيړۍ ولسوالۍ کې بيا د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او بل يې ټپي کړى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د پيل شوو عملياتو په لړ کې په ميوند کې ١٢ او په غورک کې ٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو د ميوند په سره بغل سيمه کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه عمليات وکړل چې پر مهال يې ١٢ وسله وال ووژل شول.
دى وايي، په وژل شوو کې د مخالفينو سيمه ييز قوماندان ملا عبدالعلي هم شامل دى چې د امنيتي ځواکونو پر ضد يې بريدونه پلانول.
د ده په خبره، په دې عملياتو کې ١٥ کړۍ ماينونه هم د پوليسو له خوا کشف او له منځه يووړل شول چې وسله والو مخالفينو په لارو کې ځاى پر ځاى کړي وو.
دغه راز د غورک ولسوالۍ په کيوني سيمه کې بيا د عمياتو پر مهال ٤ وسله وال وژل شوي او ٢ نور ټپيان دي.
خپلواک وايي، له وسله والو څخه يو تونس موټر او يو موټر سايکل هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، په ژيړۍ کې د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او بل يې ټپي کړى دى.
د کندهار د والي وياند وايي، د يادې شوې ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې پر دوو تنو ماشومانو هغه مهال يوه زړه سرګلوله وچاودېدله چې هغوى ورباندې لوبې کولې.
ده زياته کړه، ټپي ماشوم د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوى دى.
د کندهار امنيتي مسوولينو شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې خبر ورکړى و چې هلمند ته څېرمه د دې ولايت په څلورو ولسواليو (ميوند، غورک، خاکرېز او شاوليکوټ) کې يې ګډ عمليات پيل کړي چې د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه په کې برخه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن