کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤: د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحدو ایالتونو ځانګړى استازى وايي، هېواد يې ډېره هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په تړاو پيل شوې خبرې مثبتو پايلو ته ورسېږي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې د هغه هېواد له سفیر ریچارډ اولسون سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو مذاکراتو او سولې د خبرو اترو د راتلونکو پړاوونو د همغږۍ د کمېټې د دندو په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د ملي امنیت سلاکار ويلي، افغانستان د سولې د مذاکرو پایلو ته هيله من دی او په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم بولي.
د هغه په وینا، په دې پروسه کې د متحدو ایالتونو او چین حضور د سولې د مذاکرو د مثبتو پایلو په اړه د افغانستان د خلکو او دولت ډاډ زیات کړی دی.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي ریچارډ اولسون ويلي چې متحد ایالتونه په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دي او پوره هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره پیل شوې مذاکرات مثبتو پایلو ته ورسېږي.
نوموړي یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ .
بايد وويل شي، چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان، چین، پاکستان او متحده ایالتونو د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې لومړۍ غونډه پرون (د مرغومي ٢١مه) په اسلام اباد کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د همغږۍ څلور اړخیزې غونډې د کار لپاره شرایط تصویب کړل او په کې پرېکړه وشوه، چې دویمه غونډه به راتلونکې اونۍ په کابل کې جوړوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې په کابل کې د متحدو ایالتونو لوی سفیر مایک مېکنلي هم حضور درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن