جلال اباد (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ٢٢ نور وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بې پيلوټه بريدونه پرون ماښام مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ د شابۍ تنګي په سيمه کې شوي دي.
هغه زياته کړه چې په بريدونو کې د داعش ٢٢ وسله وال وژل شوي چې يو شمېر مهم کسان يې هم په کې شامل دي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پرون هم ځايي چارواکو په ياده سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د داعش د ٢١ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.
هسکه مېنه د ننګرهار لرې پرته سيمه ده، هلته ټيلېفوني اړيکې نه نيول کېږي؛ ځکه له ازادو سرچينو څخه معلومات اخيستل ستونزمن کار دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن