کابل (پژواک، ٣٠ مرغومی ٩٤): د هند له خوا له افغانستان سره له مرسته شوو څلور جنګي چورلکو درې یې فعاليت ته چمتو شوې او د لومړي ځل لپاره به د هلمند په جګړه کې وکارول شي.
يادې درې چورلکې (Mi 24 D) د روانې مياشتې په پيل کې د هند لومړي وزير د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې وسپارلې.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو مشر ډګر جنرال عبدالوهاب وردک نن په ياد هوايي ډګر کې په کابل کې د هند سفارت له پوځي اتشې بريد جنرال ناريان (Narayan) سره په ګډه ناسته کې وويل چې يادې درې چورلکې فعاليت ته چمتو شوې دي.
هغه وويل چې له دغو چورلکو څخه دوې به راتلونکې اونۍ هلمند ته ولېږل شي او هلته به د امنيتي ځمکنيو ځواکونو په ملاتړ د وسله والو مخالفينو پر وړاندې وکارول شي.
هلمند د افغانستان په سوېل کې له پاکستان سره پر پوله پروت نا امن ولايت دى او په دې وروستيو کې په کې جګړو سخت زور اخیستى دى.
وردک وويل، ټاکل شوې چې هند ډېر ژر څلورمه ورته چورلکه هم افغانستان ته ورکړي.
دى وايي چې له يادو چورلکو به له اړتيا سره سم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کار واخيستل شي.
هغه زياته کړه: "دا هغه چورلکې دي چې کولاى شي بېلابېل رهبري شوي او غير رهبري شوي راکټونه او بمونه وکاروي، د دغو چورلکو په کارولو سره به زموږ د پوځيانو روحيه ډېره لوړه شي."
په کابل کې د هند سفارت پوځي اتشې بريد جنرال ناريان وويل، ډېر خوښ دى چې يادې چورلکې افغان لوري ته سپاري.
ده هيله څرګنده کړه چې له يادو چورلکو موثره ګټه پورته شي تر څو د جګړې په ډګر کې د افغان پوځيانو د ډېرو وينو تويېدو مخه ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن